تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره پرته له خبرو بله چاره نشته – اروپایي ټولنه
د اروپايي ټولنې یو لوړپوړي ډیپلوماټ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت له نویو واکمنو سره له خبرو پرته بله چاره نلري او د بروکسل له غړیو هېوادونو سره به په کابل کې د ډیپلوماټیک شتون د همغږۍ لپاره هڅه وکړي.
د سټراسبورګ په اروپایي پارلمان کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ویلي: پر پېښو د هر راز اغېز لپاره مونږ له اسلامي امارت سره له معاملې پرته بله لار نلرو.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت سره، چې د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ پرافغانستان واکمن شوي؛ د بشردوستانه مرستو او ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا جوړولو لپاره یو لړ شرایط د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه وړاندې کړي دي.
بوریل زیاته کړې: له وزیرانو او شورا سره مو هوکړه کړې، چې د دې معاملې کچه او بڼه به د اسلامي امارت د نوي حکومت له کړنو سره تړاو ولري.
اروپایی ټولنه په پام کې لري، چې سږ کال او په راتلونکي کې د دې ټولنې له حکومتونو او ګډې بودجې څخه ۳۵ میلیون ډالر بېل کړي او د شاوخوا ۳۰۰۰۰ زره افغانانو د بیا میشتېدو لپاره خنډونه لرې کړي.