تازه خبرونه

له افغانانو سره مرسته کول اخلاقي مکلفیت دی- ازبکستان

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف ویلي؛ د افغانستان خلک “ښه ګاونډیانو” ته اړتیا لري او د سیمې د هېوادونو لپاره دا “اخلاقي مکلفیت” دی، چې ورسره مرسته وکړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو د  روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د ازبکستان په سمرقند ښار کې غونډه کوي.

د دې غونډې په څنډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان دوره یي مشر، افغانستان د شانګهای د همکاریو د سازمان یوه نه بېلېدونکې برخه وبلله.

د ازبکستان ولسمشر وايي؛ افغانستان د شانګهای د همکاریو ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او د دغې ټولنې غړي اخلاقي دنده لري، چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اغېزناکې لارې چارې ولټوي.

شوکت میرضیایوف ویلي؛ د دې وخت رارسېدلی، چې افغانستان مرکزي او سویلي آسیا سره ونښلي او سترې بنسټیزې پروژې ورسره پیل شي.

میرضيایوف وايي، د شانګهای غړي هېوادونه باید د خپلو دريځونو له نږدې کولو او د نویو حللارو رامنځته کولو سره افغانستان د ثبات او دايمي سوکالۍ پر لوري بوځي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف چې د دې غونډې مشري کوي، ویلي چې غړي هېوادونه؛ اخلاقي دنده لري چې له افغانستان سره له بحرانه په وتلو کې مرسته وکړي او د دغه هېواد د اقتصادي ودې او لپاره د همکارۍ اغېزناکې لارې چارې برابرې کړي.

د هغه په وينا، له څو لسيزو جګړو وروسته اوس د دې وخت دی، چې د افغانستان له لارې مرکزي او سویلي آسیا سره ونښلي او لویې بنستيزې پروژې پیل شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف وایي: افغانستان د شانګهای د همکاریو ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت ښو ګاونډیانو او ملاتړو ته اړتیا لري. د شانګهای غړي هېوادونه کولی شي د نویو حللارو پر رامنځته کولو افغانستان ثبات او سوکالۍ ته ورسوي. د سولې، امنیت او پراختیا پر وړاندې د پرتو ګواښونو سره مبارزه له همدې لارې شونې ده.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، دغې غونډې ته د امارت له لوري د پلاوي د لېږلو په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نده شوې؛ خو هیله لري، چې د شانګهای همکاریو ټولنې غړي د افغانستان د روان وضعیت په اړه سمې پرېکړې وکړي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، هند او ایران د شانګهای د همکاریو ټولنې اصلي او افغانستان، بیلاروس او منګولیا د دې ټولنې څارونکي غړي دي.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هېوادونه لکه روسیه، چین او پاکستان له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او روسي چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې به د امریکا پیروي ونکړي. اوس به وګورو، چې په دې غونډه کې به د اسلامي امارت د پيژندلو موضوع وړاندې شي او که نه؟!

Trending

Exit mobile version