تازه خبرونه

له افغانستان سره دې مرسته کوونکي هېوادونه خپلې ژمنې پلې کړي – ملګري ملتونه

Published

on

Last Updated on: غویی ۷, ۱۴۰۲

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس ویلي، دا ټولنه له مرستندویه هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره خپلې ژمنې پلې کړي.

ګریفیتس ویلي، چې مرسته کوونکیو هېوادونو له افغانستان سره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارد دالرو ژمنه کړې ده.

هغه په ​​تهران کې یوې خبری ناستې ته ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو له ټاکلې اندازې څخه کمه مرسته کړې ده.

ایراني رسنیو څرګنده کړې، چې ګریفیتس تهران ته په خپل سفر کې د سې شنبې پر ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وکتل.

دواړو چارواکو په سیمه کې د بشري وضعیت، له افغانستان سره له مرستو نیولې ان تر له هغو زلزله ځپلیو هېوادونو لکه ترکیې او سوریې سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

ګریفیتس په افغانستان کې د شته غیر معمولي شرایطو او په دغه هېواد کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۶ میلیون خلکو د اړتیا په اړه هم وغږېده.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت باید د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او فعالیتونو د حق په خوندي کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

Trending

Exit mobile version