تازه خبرونه
له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلامآباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.