بی بی سی پښتو

له افغانستان سره د جرمني او روغتیا نړیوال سازمان نوې مالي مرسته

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۳۹۹)
Getty Images
افغانستان کې د کورونا له امله قرنطین پسې ډېر خلک بې کاره شوي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت وايي، له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي او له هغه د رامنځ ته شوي تاوان سره د مبارزې لپاره د نږدې ۷۰ میلیون یورو مرسته کوي، چې ۵،۷۷ میلیارد افغانۍ کېږي.

د دې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مارتین ییګر د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره خبرو کې پرون دا ژمنه وکړه.

د افغانستان مالیې وزارت هم د خبرپاڼې خپرولو سره دا خبر تایید کړی دی.

په دا مهال د د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکی کي به له کورونا سره د مبارزې لپاره، افغانستان سره ۷۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دې سازمان ویلي له دې ویروس ډېر اغېزمن خلک باید دې مرستو کې لومړیتوب ولري.

د مۍ میاشتې په اتمه نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.

له هغه څلور ورځې مخکې اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د چارواکو په خبره، د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.

د ترکیې طبي مرسته

په کابل کې د ترکیې سفیر هم د پنجشنبې په ورځ روغتیا وزارت چارواکو ته طبي مرستې وسپارلې.

په دې مرستو کې د کورونا د تشخیصولو کېټونه، ماسکونه، درمل او نور طبي وسایل دي.

له دې مخکې چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او نورو هېوادونو له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره طبي مرستې کړې دي.سته

Trending

Exit mobile version