تازه خبرونه

له افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره باید صادقانه ګامونه پورته شي – متقي

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره باید صادقانه ګامونه پورته شي.

امیر خان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم اغا سره  په کابل کې کتلي او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ یې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او سوداګريزو ستونزو د حل لارې لټولو خبرېکړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني پلاوي ژمنه کړې، چې د کابل او اسلام‌آباد سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزو ته به د امکان تر بریده د حل لار ولټوي.

په دې کتنه کې امیرخان متقي ویلي، چې د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو د حل لپاره باید صادقانه ګامونه پورته شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، چې پاکستاني پلاوي د سوداګریزو ستونزو د حل ډاډ څرګند کړی دی.

د ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخط؛ دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د تېریدو لپاره مسافرو، ناروغانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم وشوه.

د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان ویلي؛ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا پر مشرۍ پلاوی د سې شنبې پر ورځ کابل ته راغلی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم ویلي، چې افغان سوداګرو ته د ستونزو له پیداکولو وروسته افغان سوداګر اړ شول، چې خپله سوداګري او ټرانزیټ له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته واړي او یوازې دېرش په سلو کې سوداګري او ترانزیتي چارې د پاکستان له لارې ترسره کوي.

د يادونې ده، چې پاکستان په څه کم يو کال کې څو ځلې د افغان سوداګرو پر مخ ټرانزيټي لارې تړلي او د دواړو هېوادونو ټرانزيټ او سوداګري يې له ستونزو سره مخ کړې ده.

Trending

Exit mobile version