پرمختګ او بشپړتیا

له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې مخ په کمیدو دي: اقتصادي سلاکار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او حرکت ادارې له ولسمشر څخه غوښتي چې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په مخ کې پرتې ستونزې حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي د سوداگرۍ او اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره یې خپله طرحه جوړه کړې او غواړي چې ولسمشر ته يې سپاري.

د دوی په وینا؛ په دې طرحه کې ناامنۍ او اداري فساد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په مخ کې سترې ستونزې ګڼل شوي دي؛ خو وایي چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته ملي سوداګر د اقتصاد او سوداګرۍ په مخ کې پرتې ستونزې را ټولوي او د حل لپاره يې یوه طرحه جوړوي چې ولسمشر ته یې وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته په هیواد کې د سوداګرۍ لپاره مناسب فرصت برابر شوی. دوی وايي ولسمشر هم ژمنه کړې چې خصوصي سکتور ته به جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر اقتصادي سلاکار او د ماليې وزارت سرپرست، عمر زاخیلوال وايي چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې مخ په کمېدو دي.

نوموړی وايي، افغان سوداګر او پانګوال بايد په لندن کې جوړېدونکي کنفرانس ته خپله طرحه تیاره کړي او له بهرنیو پانګوالو سره د همکاریو په هکله تفاهم ته ورسیږي.

ټاکل شوې چې د روان ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په لندن کې د افغانستان اړوند کنفرانس جوړ شي.

Trending

Exit mobile version