تازه خبرونه

له افغانستان سره د یو میلیارډ ډالرو بشري مرستې ژمنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش څرګنده کړې، چې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی، چې له تمه شویو ۶۰۶ میلیون ډالرو څخه څه ناڅه دوه برابره ډېرې دي.

د ګوټیرس دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د وزیرانو د لوړې کچې غونډې ته د مرستې لپاره د ۶۰۶ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه.

ګوترش د دوشنبې پر ورځ ناوخته په دې اړه وویل: دې کنفرانس د افغانستان له خلکو سره د پیوستون په په اړه زما هیلې پوره کړې؛ ځکه، چې دا هېواد د مخ پر ډېرېدونکي بشري او اقتصادي بحران پرڅنډه درېدلی دی.

د دوشنبې پر سهار ګوټرش، چې د غونډې کوربه هم و څرګنده کړې؛ د افغانستان خلک د خپل ژوندانه په تر ټولو ویرجنې شېبې سره مخ دی، چې ژغورنې ته اړتیا لري.

ګوټیرس دا هم ویلي؛ د افغانستان نويو واکمنو خلکو ته د مرستو رسولو د همکارۍ ژمنه کړېاو څرګندوي، چې اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته به پخپل وخت اړوند مرستې ورورسیږي.

د ملګرو ملتونو مشر څرګنده کړې په هرو دوه افغانانو کې یو نه پوهیږي، چې سبا ته به خواړه له کومې کوي.

هغه زیاته کړې؛ د ژمي له رارسېدو سره ډېري خلک اندېښنه لري، چې د میاشتې په پای کې به دغه خواړه هم وخوري؛ نو حیران پاتې دي، چې بیا به څه کوي.

ګوټرش ونه ویل، چې د دغې یو میلیارد ژمنه شویو ډالرو څومره به د ملګرو ملتونو بېړنۍ بودیجې ته د راتلونکیو میاشتو لپاره ورکړشي یا څه به، چې وروسته بالقوه چمتو کیږي.

نوموړي همدا راز غوښتنه کړې، چې د دې مرستو رسولو لپاره باید له افغانستان سره هوایي دهلېز پرانیستی پاتې شي.

د خواړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي د یوې تر سره شوې سروې له مخې؛ د اګست او سپتمبر په میاشتو کې ۹۳ سلنه خلکو ته پوره خواړه ندي رسیدلي او د پیسو د نشتوالي له کبله ورته له لاسري هم بې برخې پاتې دي.

دغه راز د نړیوال سره صلیب مشر یادې غونډې ته خبرداری ورکړی، چې بشري مرستې له سیاسي شرایطو سره تړل یوه خطرناکه چاره او د بشري حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ده.

یادې غونډې ته د ایران استازي ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره اوږده پوله لري او چمتو دي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.

دې کنفرانس ته د امریکا استازې ډاډ څرګند کړ، چې هېواد به یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ۶۴ میلیون ډالر مرسته کوي؛ خو خو وایي، چې افغان نجونو ته باید د زدکړو اجازه ورکړ شي او همدا راز افغان میرمنې باید د کار کولو اجازه ولري.

دغه راز جاپان د دوه سوه میلیون، فرانسې د سل میلیون یورو، جرمني د پېنځه میلیون یورو او … مرستو ژمنه کړې ده.

د یادونې ده، چې مرستندیو هېوادونو د اړوند مرستو پر بې پرې وېش د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د افغانستان ټولو خلکو ته باید د خپلو غوښتنو او پوښتنو د وړاندې کولو ترڅنګ د زدکړې او کار حق ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version