تازه خبرونه

له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتینبرگ وايي، چې له افغانستان سره د افغان پوځ د روزنې او سمبالولو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو.
هغه په واشنگتن کې د آریانا نیوز د خبریالې په ځواب کې وویل، چې ناتو به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهگرو پر ځاله بدل شي.
هغه په دې باور دي، چې په افغانستان کې د لس زره امریکايي سرتېرو حضور به په دغه هېواد کې د امنیت له ټینگښت سره مرسته وکړي؛ نو، ځکه ده په دې اړه د امریکا د ولسمشر د پرېکړې هرکلی کړی دی.
هغه وایي:
دا، چې اوباما په افغانستان کې د لس زره امریکايي سرتېرو د حضور د دوام پرېکړه کړې، مونږ يې هرکلی کوو. دا پرېکړه به د هغو عملیاتو له بریا سره مرسته وکړي، چې همدا اوس په افغانستان کې روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانگرس ته په خبرو کې ټينگار وکړ، چې سوله یې د کار په لومړیتوبونو کې ده او له وسلوالو طالبانو سره د قدرت له دریځه د خبرو په هڅه کې دي< چې شوي پرمختگونه زیان ونه ویني.
خبریاله: نذیره له واشنگتن څخه.

Trending

Exit mobile version