تازه خبرونه

له افغانستان سره پر ټوله پوله اغزن تار نه‌غځیږي – ایران

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۸, ۱۴۰۳

یوه ایراني پوځي چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره د ایران پر ټوله پوله اغزن تار نه‌غځوي، بلکې یوازې په زیانمنونکیو برخو کې به فزيکي خنډونه رامنځته کړي.

د ایران پوځ په ډاګه کړې، چې له څلور مټره کانکریټي دیوال، اغزن تار او کټارو سره د پولې د تړلو پلان به په درې کلونو کې پلي شي.

د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ایران پولیسو مرستیال قومندان قاسم رضایي د ختیځو پولو د بندولو د پلان په اړه ویلي: په ځینو شمال لویدیځو او ختیځو سرحدونو کې د پولو له بلې خوا ګواښونه شته، چې مونږ ورسره مقابله کوو.

هغه زیاته کړې؛ د نشه‌یي توکو قاچاق، انساني قاچاق او ان د ترهګرو نفوذ له دې پولو څخه ترسره کېږي. له همدې کبله پرېیکړه شوې، چې دا سرحدونه په ښه توګه اداره او وڅارل شي.

د یو بل خبر له مخې؛ د ایران کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې په تېر کال کې څه باندې یو میلیون او ۳۰۰ زره بهرني وګړي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

احمد وحیدي زیاته کړې، چې غیر قانوني وګړي باید له ایران څخه ووځي او دغه هېواد نوي وګړي نه مني.

Trending

Exit mobile version