تازه خبرونه
له افغانستان سره پر پوله ۴ پاکستانیان وژل شوي
(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۰)
د پاکستان پوځ په ډاګه کړې، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه وسلوال برید کې د پاکستان څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د پاکستان اردو څرګنده کړې؛ دغه پېښه پرون (چارشنبه ، د غویي ۱۶) د بلوچستان ايالت د ژوب ولسوالۍ د منزکي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې؛ ترهګرو له افغانستان څخه پر هغو ځواکونو ډزې کړي، چې له افغانستان سره یې په سرحدي سیمه کې یې اغزنې کټارې لګولې.
د پاکستان فډرالي وزیر شیخ رشید دغه برید غندلی او څرګندوي: زمونږ پر پرسونل تروریستي برید ډېر خواشینونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان پر پوله اغزنې کټارې جوړول او غځول به په هره بیه بشپړې شي.
افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.