تازه خبرونه

له افغانستان سره په تعامل کې باید د شانګهای ټولنې وړتیاوې وکارول شي  

Published

on

سرګي لاوروف د دوشنبې پر ورځ په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوتو زرداري سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته په ډاګه کړه، چې د افغانستان له وضعیت سره د مرستې لپاره باید د شانګهای وړتیاوې وکارول شي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او امنیت، د سرحدونو د امنیت او بشري حقونو او د کار او زده‌کړې په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وکړې.

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران وايي، چې د ټولډونه حکومت جوړول د نړیوالې ټولنې شرط ندی، بلکې اسلامي امارت په خپله د دې حکومت د جوړولو ژمنه کړې، چې باید عملي یې کړي.

سرګي لاوروف د دوشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۱۰ په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د ټولګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو درناوی د نړیوالې ټولنې غوښتنه نده، بلکې د افغانستان سرپرست حکومت یې د عملي کولو ژمنه کړې ده.

روسیه د ټولګډونه حکومت جوړښت د نړۍ لپاره هم مهم ګڼي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي: روسیه او پاکستان د مسایلو په اړه ډېر ګډ دریځونه لري؛ زه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې په بشپړه توګه تائیدوم؛ هغه که د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو مسله وي یا د ترهګرۍ او یا د بشري حقونو. هغه ژمنې، چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړي او زه باور لرم، چې که دوی پرې عمل وکړي له مونږ سره به مرسته وي او مونږ به له دوی سره مرسته وکړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي، که لنډمهاله حکومت له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي؛ نو ګاونډ هېوادونه به د نوي حکومت د پر رسمیت پېژندلو ته لاره اواره کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري وایي: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول د نړیوالې ټولنې لخوا اعلان شوی شرط ندی، بلکې دا هغه ژمنه ده، چې طالبانو کړې ده.  هغوی ویلي؛ د ټولګډونه حکومت جوړول د دوی یو هدف دی او په طبیعي توګه نړیواله ټولنه تمه لري، چې طالبان خپلې ژمنې پوره کړي. دا قضیې نړیوالې ټولنې ته مهمې دي او د پېژندلو لپاره یې زمینه برابروي.

اسلامي امارت په وار وار لنډمهالی حکومت ټولګډونه نومولی او د اصلاحاتو پر پلي کیدو یې د ټینګار ترڅنګ له هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

د اسلامي امارت له جوړېدو اتلس میاشتې تېرېږي، خو تر دې مهاله هیڅ هېواد یې په رسمیت پېژندلو ته ندی حاضر شوی. که څه هم د ځینو هېوادونو له خوا تعاملات موجود دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست پاکستان ته رسیدلی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر اسد مجید خان یې ولیدل.

Trending

Exit mobile version