تازه خبرونه

له افغانستان سره یو میلیارد ډالري مرسته تراوسه نده کمه شوې

Published

on

که څه هم پومپیو پرته له څنډه له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې کمولو غوښتنه کړې وه؛ خو د امریکا دفاع وزارت تر دې دمه دغه پیسې د افغان امنیتي ځواکونو له مرستې کمې کړې ندي.

رویټرز د درې نور سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې پنټاګون د بهرنیو چارو د وزیر پومپیو لخوا د بودیجې د کمولو د اعلان په اړه زړه نازړه دی او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د دې کار د څرنګوالي لپاره روښانه تګلاره هم نه وه وړاندې کړې.

په ګزارش کې راغلي؛ دا هم ناڅرګنده پاتې ده، چې ولې دا کمی ندی راغلی. ایا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت پرېکړه کړې، چې بودیجه کم نکړي؟ یا دا، چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ سمه همغږي نشته.

که څه هم سپینې مانۍ په دې اړه دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه پوښتلي؛ خو پوره او بشپړ ځواب یې تر لاسه کړی ندی.

په هره توګه، د پنټاګون ویاند ویلي، چې دواړه وزارتونه یې پر کمولو باندې کار کوي.

یو پوځي چارواکي ویلي؛ ایسپر د بهرنیو چارو وزارت له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې افغان حکومت خبلمنځي خبرو اترو ته هڅوي.

سره له دې هم پنټاګون د پامپیو له هغې پرېکړې اندېښنه لري، چې له افغانستان سره به د یو میلیارد ډالرو مرسته  پرې کړي.

Trending

Exit mobile version