تازه خبرونه

له افغانستان څخه اخیستل شوی درس مو د راروانې ناستې موضوع ده – ناټو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۰)

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون (جمعه د لیندۍ ۵ ) څرګنده کړې، چې د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې د دې سازمان پر فعالیتونو او اخیستل شویو درسونو خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانستان د تېر حکومت او پوځي ځواکونو له چټک سقوط وروسته ما د خپل تعامل هر اړخیزه ارزونه پیل کړې ده.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې ناټو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره افغانستان ته تللې وه.

نوموړی وایي؛ د سپټمبر له یوولسمې وروسته زمونږ پر وړاندې له افغانستان څخه ترهګریز برید نه دی شوی؛ خو مونږ باید پوه شو، چې په وروستیو کلونو کې نړیوالې ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې له بنسټیزې موخې څخه لوړې غوښتنې په نظر کې نیولې وې، چې مونږ له تلفاتو او پانګونې سره سره و نشو کولی هغهه ترلاسه کړو.

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه وایي: په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب، کړکېچن او ډېر ستونزمن دی او له شک پرته دا د ټولو لپاره د ډېرې اندېښنې وړ او ژمی هم په رارسېدو دی. مونږ پوهېږو، چې ډېر خلک په ژمي کې له کړاوونو سره مخ دي.

سټولټنبرګ له افغانستان سره د ناټو د غړیو هېوادونو له روانو بشري مرستو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان له خلکو سره د ناټو د غړیو هېوادونو ژمنتیا نومولې ده.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د افغانستان پر راتلونکي به له پاکستان سره خبرې وکړي.

هغه وایي: ناټو له کلونو راپدیخوا له پاکستان سره منظمې اړیکې لري؛ نه یوازې د افغانستان د وضعیت په اړه، بلکې ورسره سیاسي اړیکې او منظمې پوځي اړیکې او خبرې اترې هم لرو، چې باید روانې وساتل شي؛ ځکه، چې په سیمه کې، په ځانګړې توګه د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېرې ننګونې اوس هم شته.

سټولټنبرګ وايي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د اوکراین په پولو کې د روسي ځواکونو د زیاتوالي په اړه هم خبرې وکړي.

هغه ویلي: په دې اړه هڅې کړکیچ زیاتوي او د غلطې محاسبې خطر لري. روسیه باید شفافه وي، تاوتریخوالی کم کړي. د روسیې پر وړاندې د ناټو چلند بدل شوی ندی. مونږ خپله دفاع پیاوړی کوو او په دې اړه له روسیې سره خبرو ته چمتو یو.

هغه وایي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به په بېلاروس کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه هم خبرې وکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به د روسیې د تېري، د چین د اقداماتو او د اقلیم د بدلون په ګډون پر نورو مسایلو هم خبرې وشي.

ټاکل شوې، چې دغه غونډه راتلونکې سې شنبه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version