سیمه ییز خبرونه
له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو قاچاق د افغانيو ارزښت را ټيټ كړى
د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې:
له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو قاچاق د دې لامل شوى، چې د ډالرو په وړاندې د افغانيو ارزښت را ولويږي.
دوي ټينگار كړى، چې:
له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو د قاچاق د مخنيوي په مو هڅې پيل كړې دي.
د ډالرو په وړاندې د افغانيو له را لويدو سره سم په افغانستان كې بيې لوړې شوې دي. د پنجشنبې د ورځې د رپوټ له مخې، يو ډالر نږدې په څلورپنځوس افغانۍ بدليده، چې دا په تېرو لس كلونو كې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو تر ټولو لوړه بيه گڼل كيږي.
د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري وايي، چې:
پرايران د لويديځ د بنديزونو له زياتيدو سره ايران ته د افغانستان له مهمو سوداگريزو بندرونو څخه د ډالرو قاچاق پيل شوى، چې له همدې كبله ډالر د افغانيو په وړاندې لوړ شوي دي.
سره له دې، چې د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري د ډالرو د بيو لوړيدو اندېښمن كړي؛ خو ټينگاركوي، چې له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو د قاچاق د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې پيل كړې دي.
كه څه هم افغان حكومت له هېواده د پيسو د ايستلو د مخنيوي لپاره كړنلاره جوړه كړې، چې له مخې يې يو تن له ځان سره له شل زره زيات ډالر بهر ته نه شي ليږدولاى؛ خو د ولسي جرگې يو غړى وايې، چې يوه افغان چارواكي تېره اوونۍ له پيسو ډك درې بكسونه المان ته وړي دي.
د ده په وينا ليږدول شوې پيسې ټول ډالر دي، چې د المان په فرانكفورت هوايي ډگر كې پوليسو ځنډولي دي.