تازه خبرونه
له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو وتل ډېر ژر بشپړ شي – راپور
رویټرز د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به په څو راروانو ورځو کې بشپړ شي.
امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط یادې رسنۍ ته په ډاګه کړې؛ هغه سرتېري، چې د سفارت او کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره پاتې کیږي، د دغې وتنې برخه ندي.
امریکايي چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې ۶۵۰ بهرني سرتېري به د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ساتنې لپاره پاتې شي.
همدارنګه ویل شوي وه، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل له ۵۰ سلنې څخه ډېر بشپړ شوي دي.
پنټاګون ويلي، چې د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه ۸۱ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي.
د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل به په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د ځواکونو د دندې د پای ته رسېدو معنا ونلري.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو داسې اندېښنې راپورته کړي، چې دا هېواد کېدی شي کورنۍ جګړې ته وردننه شي او په افغانستان کې به پر امریکا د القاعده د بریدونو لپاره لار پرانیزي.
ملګرو ملتونو د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وه، چې د القاعده شاوخوا ۵۰۰ جنګیالي له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین به نن په امریکا کې له خپل جرمني سيال سره وګوري.
د یادونې ده، چې نن له افغانستان څخه ټول آلماني سرتېري ووتل. آلمان له امریکا وروسته په افغانستان کې دوه یم هېواد و، چې په ډېر شمېر سرتېري یې لرل.