تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه ناکامي نومول شوې
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي ونوموله.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوريت غوښتونکیو غړیو یو راپور خپور کړی او له افغانستان څخه یې د امریکا وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي بللې.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مایکل مککال پدې باور دي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د چین، روسیې او ایران په ګډون د امریکا دښمنان ډېر زړور کړل.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د دوحې تړون ولسمشر بایډن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي، بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو مشورې بابیزه وګڼلې.
په دې راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د خپلو پوځي سلاکارانو د مشورو پر خلاف له افغانستان څخه بې قید او شرطه وتل غوره کړل. که څه هم د بایډن اداره وايي، چې د دوحې تړون عملي شوی دی.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د راپور په یوه برخه کې راغلي: د دوحې تړون ولسمشر بایدن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي؛ بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو د مشورو پر خلاف دا کار وکړ.
راپور زیاتوي؛ د دوحې هوکړه د شرطونو پر بنسټ شوې، چې تر اوسه دغه شرطونه پوره شوي ندي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې جمهوريت غوښتونکیو د بایدن د سلاکارانو د څرګندونو له مخې اعتراف کړی، چې حتی که د دوحې تړون هم نه وای، له افغانستان څخه به یې خپل ځواکونه ایستل.
په راپور کې راغلي؛ د ناتو لویو متحدینو، د بریتانیا او جرمني په ګډون د بایدن له حکومته په کلکه غوښتي وه، چې له افغانستان څخه دې خپل پوځیان له قید او شرط پرته نه وباسي.
دې راپور د امریکا د دفاع وزارت، د استخباراتو او د بریتانیا د استخباراتو د ادارو په حواله لیکلي، چې له افغانستان څخه وتل یوازې د امریکا د دښمنانو په ګټه ول.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې په ایران کې د پام وړ شمېر افغان ځانګړیو ځواکونو پناه اخیستې ده.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د راپور له مخې؛ تر اوسه پورې، د بایدن ادارې له ځانګړیو ځواکونو سره د معاملې کوم پلان نه درلود. که د ایران، روسیې یا چین لخوا ونیول شي؛ نو دوی د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.
د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ افغان ځانګړي ځواکونه د امریکا لخوا روزل شوي او نه یوازې د امریکا د پوځ پر تکتیکونو پوهیږي، بلکې پدې هم پوهیږي، چې دغه لوړپوړي پوځي چارواکي څوک دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکایي او ناتو ځواکونو په شتون کې د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد ټولې سیمې په ۱۱ ورځو کې ونیولې او د کابل حکومت یې نسکور کړ.