تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د می پر لومړۍ پیل شي ـ جوبایډن

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جو بایډن په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د روان کال د می په لومړۍ نېټه پیل شي.

جو بایډن ویلي، چې د ځواکونو د وتلو بهیر به د سپټمبر پر یوولسمه، چې پر امریکا د برید شلمه کلیزه ده؛ بشپړ شي.

نوموړی وایي: اوس  هغه وخت رارسېدلی، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او اوس وخت راغلی، چې امریکايي سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي.

بایډن په ډاګه کړې؛ مونږ به په بیړه ونه وځو، بلکې زمونږ وتل به مسوولانه وي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان څخه سرتېري داسې نه وباسي، چې د نړۍ باور یې پر هېواد زیانمن شي.

جو بایډن څرګنده کړې، چې امریکا له موخې پرته جګړه نکوي، اوس مونږ خپلو موخو ته رسېدلي یو او روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېدو.

بایډن وایي: تر دې دمه مونږ په جګړه کې د خپلواکي او آزادۍ لپاره ۲۴۴۵ امریکايي سرتېري له لاسه ورکړي او زرګونه نور ټپیان دي. زه د خپل څلورکلن ماموریت پرمهال نور روان وضعیت زغملی نه شم.

بایډن منلې: که مونږ د افغانستان په جګړه کې هر څومره لګښت وکړو او زیانونه وزغمو بیا هم یوه ورځ باید له دې هېواده ووځو.

طالبانو تر دې دمه د امریکا د دې پرېکړې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې یې د دوحې تړون پربنسټ د می پر لومړۍ د ټولو سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version