تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل مسوولانه دي ـ د امریکا لوی درستیز
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د تېرې اوونۍ ( تر کرسمس پورې د امریکایي سرتېرو د ایستلو) د څرګندونې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي، دوی د جګړې د پای لپاره مسوولانه پلان لري.
هغه این پي آر ته ویلي: د دې معنا دا نده، چې د دسمبر تر پایه له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه ووځي؛ مونږ مسوولانه پلان لرو. د خپلو سرتېرو د شمېر د کمولو لپاره یو لړ غوراوي شته، چې له ولسمشر سره مو پرې خبرې کړې دي.
نوموړی زیاتوي: زه په راتلونکي کې د سرتېرو د پوره شمېر په اړه څه نشم ویلی؛ خو د پوځ د لوی درستیز په توګه نه غواړم په راتلونکيو عملیاتو کې د سرتېرو د شمېر په اړه بحث وکړم. مونږ د امریکا د ګټو لپاره د جګړې د پای ته رسولو مسوولانه پلان لرو.
جنرال میلي زیاته کړې، چې که څه هم واشنګتن هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۵۴۰۰ ته ورسوي؛ خو د نورو سرتېرو د کمولو پرېکړه ترمپ کوي.
هغه په بشپړ ټینګار ویلي، چې د امریکايي ځواکونو وتل په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سیاسي هوکړه لیک له مخې ترسره کیږي.
نوموړي څرګنده کړې، چې له همدې کبله مونږ وضعیت له نږدې څارو. مونږ او زمونږ اردو په دې شرایطو کې خپلې ترټولو غوره نظامي مشورې وړاندې کوو، چې ولسمشر داډه او مسوولانه پرېکړه وکړي.
هغه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه ویلي؛ که اوسنی تاوتریخوالی له تېر سره پرتله شي؛ نو ښکاره ده، چې د پام وړ کمی په کې راغلی دی او دا زمونږ د مشورو پایله ده.
تازه خبرونه
د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
تازه خبرونه
د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات خپاره کړي نهدي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه3 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
لوبی5 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
