تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل

 د وزارت ویاند د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د پخوانۍ ادارې پر ستراتیژۍ نیوکه وکړه او وایي؛ ټول هغه کسان، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ښکېل دي باید مسوول وګڼل شي.

Published

on

د امریکا دفاع وزارت ويلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل “نامسؤلانه” او شرموونکي وه.

 د وزارت ویاند د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د پخوانۍ ادارې پر ستراتیژۍ نیوکه وکړه او وایي؛ ټول هغه کسان، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ښکېل دي باید مسوول وګڼل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر ستراتیژۍ نیوکه وکړه او اسلامي امارت ته یې د افغانستان تسلیمېدل ستونزمن وبلل.هغه د امریکا د ګډوډ وتلو مسوولانو ته د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنیل وايي: “زما هېواد په افغانستان کې د ۲۰ کلونو لپاره په جګړه کې و او ما د خپل ژوند یوه لویه برخه هلته تېره کړه.” زمونږ سرتېرو هلته ډېر ښه ماموریت ترسره کړ؛ خو زما لپاره دا ډېره سخته وه، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ته د افغانستان د تسلیمېدو صحنې ووینم. د ټرمپ اداره به هرې جګړې ته د ننوتلو، ګټلو او وتلو لپاره یوه روښانه ستراتیژي ولري.”

له دې مخکې د ټرمپ ادارې نورو چارواکو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې وه او د حساب ورکولو پر اړتیا یې ټینګار کړی و.

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې په افغانستان کې د پخوانیو امریکایي سرتېرو د همکارانو لیږد او بیا میشتېدنه د هېواد د پالیسۍ یوه برخه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس ویلي: “مونږ د دې اشخاصو د لېږدولو لپاره ترتیبات نیولي دي. د امکان تر حده مونږ د ډېرو هغو خلکو د بېرته ستنولو هڅه کړې، چې په شخړو کې ښکېل ول. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې له مونږ سره یې همکاري کړې او تل زمونږ د پالیسۍ برخه وه. دا بهیر له پخواني حکومت څخه روان دی او مونږ اوس هم پدې کار کوو.”

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو سره سم له افغانستان څخه د پخوانیو امریکایي سرتېرو د ایستلو بهیر هم په ناڅرګندتیا کې ډوب شوی دی. په زرګونه خلک اوس په افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې په نورو هېوادونو کې بې برخلیکه ژوند کوي. داسې رپوټونه هم شته چې ښايي پر افغان اتباعو امریکا ته پر سفر بندیز ولګول شي.

Trending

Exit mobile version