تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا وتلو مستبد مشران لکه پوتین زړور کړي دي
امریکا پدې باور ده، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو د نړۍ په کچه استبدادي مشران لکه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، زړور کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي؛ داسې ښکاري، چې روسیه هره شېبه پر اوکراین برید ته چمتو ده.
دی زیاتوي؛ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول امریکا ته اجازه ورکوي، چې له روسیې سره د مقابلې لپاره غوره سټراټیژیک دریځ غوره کړي.
پرایس زیاته کړې، چې نه پوهیږي له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو د وتلو موضوع له روسیې سره څه ډول تړاو لري! امریکا هر کال په میلیارډونو ډالر مصرف کړي. که اوس هم همداسې وای؛ نو څنګه به مونږ له روسیې سره د مقابلې لپاره ښه سټراټیژیک موقعیت غوره کړی و؟
له افغانستانه د امریکا وتل او دا، چې امریکا اوس هم د افغانانو د ایستلو په لټه کې ده، لانجمن موضوعات بلل کیږي.
نډ پرایس وایي: لومړی دا، چې امریکا له افغانستان څخه مخ ندی اړولی. دا انګیرنه ناسمه ده، چې مونږ افغانستان هیر کړی، بلکې مونږ له ګواښونو او فرصتونو سره د لازم چلند لپاره چمتووالی نیسو او له افغانانو سره مشارکت هم روان ساتو.
له بلې خوا اسلامي امارت وايي؛ د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی او اسلامي امارت د یو خپلواک دولت په توګه د خلکو په خوښه جوړ شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي ویلي: اسلامي امارت یو خپلواک حکومت دی، چې د خلکو د ارادې له مخې جوړ شوی او د افغانستان ټول مسایل حل کوي. بله ځانګړې موضوع داده، چې اسلامي امارت د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی.
له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته اسلامي امارت ویلي، چې په افغانستان کې جګړه باید کلونه مخکې پای ته رسېدلې وای او بل دا، چې بهرني هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.