تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بریټانیا وروستۍ پوځي الوتنه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۰)

د بریټانیا دفاع وزارت پرون شنبه د وږي ۶ په ډاګه کړه، چې د افغانستان ـ کابل له هوایي ډګره د بریټانیایي سرتېرو د لېږدولو وروستۍ الوتکه ووتله.

په تېرو دوه اوونیو کې، چې طالبانو کابل ونیو؛ بریټانیا د خپلو وګړیو او افغان همکارانو د ایستلو عملیات پیل کړل، چې تر تېرې ورځي پورې یې له ۱۵۰۰۰ ډېر کسان ویستي دي.

د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسون او دفاع وزیر بن والاس له افغانستان څخه د بریټانيایي الوتکې له وتلو وروسته په بېلابېلو څرګندونو کې له خپلو سرتېرو ستاینه وکړه.

بورس جانسون د ایستلو دغه ماموریت په خپل سیتسي ژوندانه کې ترټولو ماموریتونو بې ساری ونوماوه.  هغه په ​​خپل ټویټ کې څرګنده کړې: زه له ټولو کارمندانو او زرګونه خلکو څخه مننه کوم، چې په تېرو دوه لسیزو کې یې خدمت کړی. په هغه څه ویاړو، چې تاسې ترلاسه کړي دي.

بریټانیا، چې له امریکا سره یې یوځای پر افغانستان د یرغل ملتیا کړې؛ په دې هېواد کې یې له دوه لسیزو راپدیخوا له ۵۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي او اوس یې د وروستۍ الوتکې له وتلو سره ۲۰ کلن پوځي شتون پای ته ورسېد او خپل سفارتي حضور یې وځنډاوه.

د بریټانیا دفاع وزیر د جمعې پر ورځ ویلي وه: له ۸۰۰ څخه تر ۱۱۰۰ پورې هغه افغانانو، چې له بریټانیا سره یې کار کړی و؛ د لیږد وړ دي، خو د هوا له لارې دې هېواد ته نشي رسیدلی. هغه ژمنه کړې، چې که امکان ولري د ځمکې له لارې به ورسره مرسته وکړي.

د برتانیا د وسلوالو ځواکونو مشر جنرال نیک کارټر د شنبې پر ورځ بي بي سي ته ویلي، چې د دغو کسانو شمېر سلګونه ته رسیږي.

دغه راز بوریس جانسون د شنبې پر ورځ د آلمان له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او دواړو مشرانو هوکړه وکړه، چې جي ـ۷ هېوادونه باید د طالبانو له راتلونکي حکومت سره ګډه تګلاره غوره کړي.

د جانسون دفتر ویلي: لومړۍ وزیرې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هر ډول پېژندنه او مشارکت باید د هغو کسانو لپاره د خوندي تګ اجازه ورکولو سره مشروط وي، چې غواړي هېواد پریږدي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د اګست له ۳۱ وروسته خپله او د متحدینو پوځي ښکېلتیا پای ته رسېدلې اعلان کړې، چې ۲۰ کاله مخکې په کې طالبان له واکه لرې شوي وه.

Trending

Exit mobile version