تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بېړني وتل معقول نه بریښي- عمران خان

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۳۹۹)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نیوکه کړې او خبرداری ورکوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بېړني وتل نامعقول” دي؛ ځکه، چې سوله ییز افغانستان د سیمه ییزو ورانکارو په ګټه ندی.

په واشنګتن پوست کې د نوموړي د خپرې شوې لیکنې له مخې؛ اوس باید نړیواله ټولنه له جګړې وروسته د افغانستان لپاره پر نړیوالو مرستو کار وکړي.

هغه په ډاګه کړې: هغه چا، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پانګونه کړې؛ باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ناسم مهالوېش له غوراوي سره خپل ټینګار څرګند کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لیکلي؛ له افغانستان څخه په بیړه د بهرنیو ځواکونو وتل معقول ندي. مونږ باید د سیمه ییزو ورانکارو پروړاندې هم ودریږو، چې په سوله کې پانګونه نکوي او په افغانستان کې بې ثباتي د خپلې سیاسي جفرافیې په ګټه بولي.

 نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان به له ځان او ګاونډ هېوادونو سره په سوله کې د یو متحد، خپلواک او آزاد افغانستان په ترلاسه کولو کې له افغانانو ملاتړ روان وساتي؛ خو پاکستان په دې باور دی، چې د سولې خبرې باید له زور پرته تر سره شي. مونږ له ټولو خواوو غواړو، چې تاوتریخوالی راکم کړي.

هغه دا ټینګار هم کړی: لکه څنګه، چې د افغانستان حکومت طالبان د یو سیاسي واقعیت په توګه پېژني؛ نو تمه ده، چې طالبان به هم د افغانستان رامنځته شوي پرمختګونه په رسمیت وپېژني.

هغه څرګنده کړې: پاکستان هم د امریکا په څېر نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي؛ پاکستان کې اوس هم په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ترهګرو ډلو لخوا تر بریدونو لاندې دی.

د عمران خان د څرګندونو له مخې؛ دغه تروریستي ډلې د نړۍ سولې ته ښکاره ګواښ دی. مونږ هیله من یو، چې د افغانستان حکومت به په خپله خاوره کې د نادولتي سیمو د څارنې لپاره اړینې هڅې تر سره  او ترهګرې ډلې پرینږدي، چې د افغانستان او د پاکستان په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو د خلکو او په کې د میشتو نړ یوالو ځواکو نو پر ضد بریدونه تر سره کړي.

عمران خان په ډاګه کړې: اوس د دې وخت رارسیدلی، چې له سولې وروسته پر پروګرامونو کار پیل شي؛ نړۍ څنګه کولی شي له جګړې وروسته په افغانستان کې له تلپاتې سولې سره مرسته وکړي؟ څنګه کولی شو، چې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د میلیونونو افغان کډوالو لپاره هېواد ته د ستنیدو شرایط برابر کړو او په عزت او ویاړ سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؟

هغه دا هم ورزیاته کړې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې ستونزمنې دي؛ ټولې خواوې صبر او جوړجاړي ته اړتیا لري او پرمختګ هم شونی دی؛ خو ورو او له کړاوه به دک وي.

ښاغلي خان آینګارکړی: کیدی شي ان خنډونه هم وي؛ ځکه، چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره په ګډه کار کوي. دا باید په یاد ولرو، چې د خبرو اترو د میز تر شا تم کیدل د جګړې په ډګرونو کې د وینو له توئیولو غوره دي.

Trending

Exit mobile version