تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره نرمښت ته اړتیا ده ـ سټولټنبرګ

Published

on

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون (چارشنبه د سلواغې ۲۹) ویلي، چې د ناټو متحدین له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه په ګډه کار کوي او دا موضوع به د دې ټولنې د دفاع وزیرانو په غونډه کې یاده شي.

ینس سټولتنبرګ وایي: هغه څه، چې مونږ اوس کولی شو همغږي او مشوره ده. مونږ سبا بحث کوو او زه د دې خبرو وړاندوینه نکوم ؛ خو زمونږ متحدین ​​په ځانګړي توګه امریکا له نږدې همغږي کوي او مونږ به وروسته پرېکړه وکړو.

سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې نرمښت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.

هغه په دې اړه وايي: طالبان باید پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.هغه څه، چې ناټو یې اوس غواړي؛ د سولې له بهیر ملاتړ او د دوحې تړون پلي کول دي.

هغه زیاته کړې: مونږ به افغانستان په مناسب وخت کې پریږدو او مونږ اوس د سولې د هڅو پر ملاتړ راڅرخو. دا د سولې لاسته راوړلو یوازنۍ لار ده.

سټولټنبرګ وایي: لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ د ناتو متحدین او امریکا د سپتمبر له برید وروسته په ګډه افغانستان ته تلي یو. مونږ په ګډه د خپل شتون په اړه پرېکړه کړې او د وتلو پرېکړه مو هم ګډه ده.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي او له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

سټولټنبرګ په ډاګه کړې: زه فکر کوم مهمه دا ده، چې د تاوتریخوالي له کمولو سره طالبان باید د خبرو اترو ته ښه اراده  هم وکړي او له القاعدې سره ټولې اړیکې پرې کړي او د هغوی ملاتړ ونکړي.

د ناټو عمومي منشي هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا له نوي دریځ هرکلي ته په تمه دی.

هغه وایي: مونږ د امریکا له پیاوړې ژمنې او څرګند پیغام څخه هرکلی کوو، چې ناټو او متحدینو ته د سلا مشورې زمېنه برابروي.اوسمهال ناټو په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري لري، چې ډېري یې امریکایي ندي.

د یادونې ده، چې نړۍ د افغانستان د سولې ګړندی بهیر غواړي او وایي، چې د جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لار سوله او سیاسي جړجاړی دی.

Trending

Exit mobile version