تازه خبرونه
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو میرمنې اندېښمنې شوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پرون (جمعه د غویي ۱۷) د ملي شورا د ښځو استازیو د امریکا د کانګرس له ځینو غړیو سره په افغانستان کې پر امنیتي او سیاسي وضعیت انلاین بحث او خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغان میرمنو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې وزارت په ډاګه کړې؛ د کانګرس غړیو ژمنه کړې، چې دا اندېښنې به له مشرانو جرګې او وروسته له حکومت سره شریکې کړي.
د امریکا د مشرانو جرګې غړیو د افغانستان او د تېرو دوه لسیزو له لاسته راوړنو ملاتړ کړی دی.
د ښځو استازیو د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان ځواکونو سره د همکاریو روان ساتل په خپلواکه توګه د افغانستان د دفاع لپاره ترټولو ښه فرصت ګڼلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پارلمان غړیو په تېرو دوه لسیزو کې ډیموکراټیکو جوړښتونو ته په نغوته کې د افغانستان د خلکو مشروع اراده او د ځوان نسل پر غوښتنو ټینګار کړی او وایي؛ افغانان نه غواړي، چې د طالبانو د رژیم تورو ورځو ته ستانه شي.
د ملي شورا ښځینه استازيو د تاوتریخوالي زیاتوالی او د هدفي وژنو دوام هم د دوحې له تړونه سرغړونه بولي.
د افغان میرمنو استازیو له خپلو امریکایي همکارانو د ګډ کار غوښتنه کړي او غواړي؛ طالبان او د دوی سیمه ییز ملاتړ کوونکي وهڅوي، چې په هېواد کې سمدستي او دایمي اوربند ومني.
تازه خبرونه
د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
تازه خبرونه
د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات خپاره کړي نهدي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه3 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
لوبی5 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
