تازه خبرونه
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به مو ډېر زیانمن کړي – ناتو
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۲۷) خبرداری ورکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ژر وتل به مو ډېر زیانمن کړي.
ینس ستولتنبرګ نن په ډاګه کړې، چې مونږ له یوې سختې پرېکړې سره مخ یو. مونږ شل کاله په افغانستان کې یو او د ناتو هیڅ غړی نه غواړي له اړتیا پرته په افغانستان کې پاتې شي؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو بیه به خورا ډېره لوړه وي.
ستولنبرګ څرګنده کړې؛ داعش به بیا په افغانستان کې ژوندی شي او دا خطر هم شته، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو لپاره خوندي ځاله او ترهګريز بريدونه هم له همدې ځایه پلان شي.
د رویترز د څرګندونو له مخې، امریکايي چارواکو د دغه هېواد اردو ته د سرتېرو د ایستلو پلان ورکړی؛ خو دغه پلان تر دې دمه قومندانانو ته ندی رسېدلی.
نوموړي زیاته کړې: د امریکایي سرتېرو له کمولو سره سره به ناتو خپل ماموریت روان ساتي او افغان ځواکونو ته به مشورې او روزنه ورکوي. دغه راز مونږ ژمن یو، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان ځواکونو مالي ملاتړ کوو.
ستولتنبرګ دا هم ویلي؛ زرګونه اروپايي او نااروپایي سرتېري له امریکايي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي. او له ۱۰۰۰ ډېرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې مونږ یوځای افغانستان ته تللي یو او دا هېواد به په پوره همغږۍ د مناسبو شرایطو له مخې پریږدو. زه د ناتو ټولو غړیو څخه غوښتنه کوم، چې د خپل امنیت لپاره دې دغې ژمنې ته غاړه کیدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کچې پر راټیټولو غور پیل کړی دی.