تازه خبرونه
له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ښه ګام و- جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن د سپټمبر د ۱۱ په یادغونډه کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستل ښه ګام وباله او وایي، چې القاعدې اوس له افغانستان څخه بهر ریښې غزولې دي.
امریکا شل کاله مخکې د اوکتوبر پر ۷ له ترهګرۍ سره د مبارزې او القاعدې د ماتولو پر پلمه پر افغانستان برید وکړ او د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل کار په لومړیو څو میاشتو کې له افغانستان حخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستل پیل او پای ته ورسول.
بایډن ويلي، چې القاعده شبکه اوس له افغانستان څخه بهر ريښي لري او لازمه نه ګڼي، چې د نړۍ هر کونج ته له القاعدې سره د مبارزې لپاره پوځونه ولیږي.
بایډن زیاته کړې؛ امریکا ته نده په کار، چې د نړۍ هر کونج ته له القاعدې سره د مبارزې لپاره پوځونه ولیږي.
جو بایډن وایي: ماته وویل شول، چې اویا په سلو کې امریکایان له افغانستان څخه د سرتېرو وتل غواړي؛ خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جو بایډن لخوا د سرتېرو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې کړي او په ډاګه کوي؛ دا ډېره ستونزمنه ده، چې ټولو خلکو ته پدې اړه قناعت ورکړل شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د بایډن پر سیاست سختې نیوکې کوي وايي، چې له افغانستان څخه هېواد ته د ټولو امریکايي پوځونو راستنول د امریکا ماتې وه، چې بایدڼ ورته لاره اواره کړه.
هغه وایي: دا په افغانستان کې د جګړې شلم کال و. دا به زمونږ د بریا او ویاړ کال و؛ خو د بایډن بې کفایته دولت ماتې وخوړه او تسلیم شو.
په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په یادغونده کې، چې د دې هېواد پخوانیو ولسمشرانو هم برخه اخیستې وه؛ پخواني ولسمشر جورج بوش ویلي، چې اوس هم القاعده او ترهګرې ډلې امریکا ته خطر پېښوي، چې د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا باید خپله مبارزه دوامداره وساتي.
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویلي: د کورنیو او بهرنیو سخت دریځو تر منځ فرهنګي تضادونه شته؛ خو په اصل کې دوی د ویجاړتیاوو د روح اولاد دی. زمونږ دنده ده، چې له دوی سره دوامداره مبارزه وکړو.
که څه هم د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امریکا او طالبانو د سولې هوکړه وکړه، چې له مخې یې له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو وتلو ته لاره اواره شوه؛ خو سرتېري د بایډن په واکنمۍ کې ووتل او د ټرمپ نیوکې پرې پاتې شوې.