تازه خبرونه
له افغانستان څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو وتل یوه تېروتنه ده – بوش
Last Updated on: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۰
د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي.
بوش له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د طالبانو لخوا د ملکي وګړیو وژنه رامنځته کړي.
بوش زیاته کړې، چې میرمنې او په ځانګړي توګه افغان نجونې به د نه لیدونکیو زیانونو سره مخ شي.
دغه راز نوموړي له بهرنیو ځواکونو سره د افغان ژباړونکیو او همکارانو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا پخواني ولسمشر بوش دا هم ویلي، چې ډاډه یم، چې د آلمان لومړۍ وزیره انګلا میرکل هم د دغې ستونزې په اړه ورته احساس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو ډاډ څرګند کړی دی.
