تازه خبرونه
له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۳ کلیزه ونمانځل شوه
۳۳ کاله مخکې د سلواغې پر ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د شوروي پر مشرۍ د وخت د وارسا تړون د غړیو هېوادونو لښکرې ووتلې او د افغانستان خلک خپلواک شول.
درې دېرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶ \ د ۱۹۸۹ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۵ نېټه پخواني شوروي اتحاد له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د پوره وتلو اعلان وکړ؛ له افغان ولس سره نهه کلنه جګړه پای ته ورسېده، چې د میلیونونو افغانانو ژوند یې واخیست.
د پخواني شوروي اتحاد له وتلو سره د افغانستان خلکو هیله درلوده، چې په آزادۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي؛ خو داسې ونه شول او اوس هم له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.
په همدې مناسبت په هرات کې يو شمېر ښاريانو د سرو لښکرو پر وړاندې د مجاهدينو د مبارزې یو شمېر برخې په انځوریزه بنه نندارې ته وړاندې کړې.
په هرات کې د جهادي موزيم مشر سيد غلام حسن څرګنده کړې: دا موزيم مونږ ته د څو لسيزو د بهرني يرغل کيسه کوي او پوهیږو، چې پلرونو مو له بهرنيانو سره څه وکړل او د بهرنيانو لخوا د بريد پر مهال بايد څه وکړو.
په دې جهادي موزیم کې د هرات د قربانیانو ډېری انځورونه، چې له شوروي ځواکونو سره یې مقاومت کړی او همدارنګه هغه وسلې او مهمات لیدل کیږي، چې په هغه وخت کې کارول شوي دي.
په هرات کې د جهادي موزيم مشر سید غلام حسن زياته کړې: د زنده جان جګړې لس مياشتې او اووه ورځې روانې وې؛ له ځمکې او هوا څخه د توپونو باران وشو، په دې موده کې د دې ولسوالۍ دننه خلکو مقاومت وکړ او روسان له ماتې سره مخ شول.
د سیمې يوه اوسیدونکي محمد عماد مستان ويلي: له بده مرغه جهالت، ناپوهي او بېسوادي د دې لامل شوې، چې له افغانانو سره د انګرېزانو له جګړې، د شوروي اتحاد له ماتې او له افغانستان څخه د اروپا او امريکا تر وتلو پورې تاريخ څو ځلې تکرار شي.
اسلامي امارت دا ورځ په کابل کې ونمانځله او ۳۳ کاله وړاندې د شوروي اتحاد ماتې یې د یرغلګرو لپاره د عبرت درس وباله.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي؛ اړینه ده، چې یرغلګر له پرلپسې ماتو عبرت واخلي؛ خو اشغالګرو دا کار ونکړ او په هېواد کې له شرموونکیو ماتو سره مخ شوی. شل کاله مخکې هم امریکا د وخت له سرو لښکرو له ماتې پند وانخیست او پر افغانستان یې برید وکړ، چې دا دی هېوادوالو یې د ماتې بهیر پخپله ولید.
د پخواني شوروي د ماموریت په پای کې، چې ۹ کاله روانه وه؛ پېنځه میلیون افغانان بې ځایه او د ماشومانو په ګډون یو میلیون افغان وګړي، ۹۰ زره هېوادني مجاهدین، له ۲۰ زرو ډېر حکومتي سرتېري او له ۱۴۰۰۰ ډېر شوروي لښکرې ووژل شول.
