تازه خبرونه

له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو

Published

on

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د حج ادا کولو لپاره له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰زره حاجیانو لېږد بریالی ترسره شوی دی.

یاد وزارت د چارشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې حاجیان د آریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي او ټول ۳۰زره افغان حاجیان په ۹۷ الوتنو کې دې هېواد ته رسول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د حاجیانو د لېږد بهیر په دوه پړاوونو کې ترسره شوی؛ په لومړي پړاو کې څه باندې ۱۴زره او۸۰۰ حاجیان د ۴۸ مستقیمو الوتنو له لارې مدینې منورې ته ولېږدول شول او په دوه‌یم پړاو کې له ۱۵زره ډېر نور حاجیان د ۴۹ الوتنو له لارې د جدې هوايي ډګر څخه مکې مکرمې ته واستول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې ټول افغان حاجیان اوس د مسجدالحرام ترڅنګ د «محبس الجن» په مرکزي سیمه کې مېشت کړ شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې: سپېڅلو ځایونو؛ منی، عرفات او مزدلفې ته د حاجیانو د لېږد لپاره له سعودي چارواکو او خدماتي شرکتونو سره لازمې همغږۍ شوې او اړین خدمات لکه ټرانسپورټ، خوراکي توکي او روغتیايي آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې ده، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه نږدې دوه میلیون مسلمانان په مکه مکرمه کې د حج مراسمو ادا کولو ته چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شي.

Trending

Exit mobile version