تازه خبرونه

له افغانستان څخه ناقانونه مهاجرتونه او قاچاق مخ په زیاتیدو دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د انسان د قاچاق او تجارت په زیاتیدو اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازی وايي چې له افغانستان څخه ناقانونه مهاجرتونه او قاچاق مخ په زیاتیدو دی.

د کورنیو چارو وزارت مسولین هم وايي چې زیاتره دغه ډول ناقانونه مهاجرتونه په مرګ تمامیږي او قاچاق شوي کسان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

افغان سرحدي پولیسو ته د کډوالۍ د نړیوال سازمان په همکارۍ سیمینار جوړ شوی چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره ګټورې لارې چارې زده کړې. له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالۍ او انسانانو د قاچاق زیاتیدل د دې لامل شوي چې نړیوال بنسټونه یې د مخنیوي او یا هم لږ تر لږه د کمولو لپاره لاس په کار شي. د کډوالۍ نړیوال سازمان له افغان دولت څخه غواړي چې د ځمکنیو او هوايي لارو کلکه څارنه وکړي.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان استازی – ریچارد دان فیګر:

د انسان قاچاق او نا قانونه کډوالي مخ په زیاتیدو ده چې زمونږ د اندېښنې وړ ده. دا جرم او ستونزه په یوه پوله او یوه هیواد پورې تړاو نلري بلکې ټول هیوادونه ور سره لاس او ګریوان دي. افغانستان باید خپلې پولې کلکې کړي او څارنه یې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې دوی هم دغه حالت اندېښمن کړي، خو زیاتوي چې د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي سرحدي پولیسو ته یې په کور د ننه او بهر داسې پروګراومونه تیار کړي چې په بشپړولو سره به یې د انسان د قاچاق په مخنیوي کې ډير پرمختګ وشي.

خبریال: حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version