تازه خبرونه

له افغانستان څخه وتل سمه پرېکړه وه – جو بایډن

د امریکا ولسمشر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د میراث په اړه په یوه وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو دفاع وکړه.

Published

on

د امریکا ولسمشر وايي، چې له افغانستان څخه وتل سمه پرېکړه وه او هېواد یې له جګړې وژغوره.

د امریکا ولسمشر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د میراث په اړه په یوه وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو دفاع وکړه.

بایډن ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د هغه اداره وتوانېده، چې پر “ډېرو سمدستي ننګونو” تمرکز وکړي. که څه هم روسیې او چین غوښتل، چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي.

هغه وايي، چې د ځواکونو له وتلو راپدېخوا له افغانستان څخه هیڅ ترهګریز ګواښ ندی رامنځته شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایدن وایي: “زمونږ دښمنان او سیالان لکه روسیه او چین به د یوې بلې لسیزې لپاره په افغانستان کې د ښکېل پاتې کیدو څخه ډېر خوښ وای. د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه او زه باور لرم، چې تاریخ به دا ثابته کړي.”

جمهوري غوښتونکي، چې اوس حکومت او د امریکا ولسي جرګه(کانګرس) کنټرولوي؛ ویلي، چې له افغانستان څخه وتلو د یو باوري متحد په توګه د امریکا اعتبار ته زیان رسولی دی.

جو بایډن دا تورونه رد کړي او څرګندوي، چې د منتقدینو وړاندویېنې او اندېښنې ندي عملي شوي.

جو بایدن وایي: “منتقدینو ویل، چې د جګړې پای ته رسېدل به له نورو هېوادونو سره زمونږ اتحاد ته زیان ورسوي او بهرنۍ ترهګرې ډلې به زمونږ هېواد ته په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو څخه ګواښ وکړي؛ خو داسې هیڅ هم ندي شوي. مونږ اوس هم په کور دننه د برید کولو وړتیا لرو.” مونږ د اړتیا په وخت کې د افغانستان او نورو ځایونو ساتنه کړې ده.”

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي، چې د القاعده په ګډون هیڅ ډله امریکا او متحدینو ته یې ګواښ ندی.

د امریکا ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: “مونږ امریکا له جګړې وژغورله او د هېواد تر ټولو اوږده جګړه مو پای ته ورسوله. دا بې له شکه په هغه وخت کې سمه پرېکړه وه. مونږ کولی شوو په راتلونکو ننګونو او ستونزو تمرکز وکړو او زمونږ متحدین نن پیاوړي دي. سربېره پردې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ نه راپورته کېږي.”

بایډن د ولسمشر په توګه د دوحې له تړون وروسته له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه وایستل، چې د افغانستان په تاریخ کې ورسره یو بل پړاو پیل شو.

Trending

Exit mobile version