تازه خبرونه

له افغانستان څخه وتل ښیي، چې پر زور کلي نکیږي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۴۰۰)

رویټرز په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ ناوخته له افغانستان څخه د امریکا بې نظمه وتلو د دې هېواد ولسمشر جو بایډن له یو لړ نیوکو سره مخ کړ؛ خو نوموړي د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د وتلو دا پرېکړه؛ د اوږدې جګړې او د پوځي ځواک له لارې د نورو هېوادونو د بیا جوړولو لپاره د ناکامو هڅو د پای ته رسولو لپاره، یو ښه غوراوی و.

بایډن په ګډوډيو کې وتل لوژیستیکي بریا بولي او زیاتوي؛ که وتل مو څو اوونۍ مخکې هم تر سره شوی وای دا ګډوډۍ به وه. په داسې حال کې، چې پاتې کیدو به مو ډېر نور امریکایي سرتېري غوښتل.

هغه، چې له سپینې ماڼۍ غږېده د وینا په یوه برخه کې په ډاګه کړه: زه دا نیت نلرم او نه غواړم، چې نوره هم اوږده شي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ طالبانو، چې په روانه میاشت کې د افغانستان حکومتي واکمني خپله کړه؛ پر هوايي ډزو یې د امریکا وتل ونمانځل او د امریکا د شل کلن پوځي ماموریت پای یې اعلان او خپله بریا یې ونمانځله.

بایډن د دوشنبه پر ورځ د امریکایي ځواکونو د وروستي قومندان او سفیر له وتلو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې وویل، چې، ۵۵۰۰ امریکایان وایستل شول او له طالبانو څخه یې ډاډ تر لاسه کړی، چې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې پاتې نور کسان هم د لیوالتیا له مخې که وغواړي وتلی شي.

هغه دا هم ویلي، چې واشنګټن هغه وسلوال تر برید لاندې نیولی شي، چې امریکا ته ګواښ پېژندل کیږي؛ خو نور به په نورو هېوادونو کې د ډیموکراټیکو ټولنو د جوړولو لپاره پوځي غوراوی ونلري.

امریکا په تېرو دوه اوونیو کې له ګډوډیو ډکه ایستنه تر سره او له ۱۲۳۰۰۰ ډېر سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران  له کابل څخه وایستل شول؛ خو ډېر نور هغه هېوادونه، چې د جګړې پرمهال یې له لویدیځو هېوادونو سره مرسته کړې وه، پاتې راغلل.

د رویټرز د راپور له مخې؛ طالبان، چې اوس د افغانستان پر ډېره برخه واکمن دي؛ امریکا په ۲۰۰۱ زېږدیز کال له واکه لرې کړل او ورسره په نښتو کې یې له ۲۵۰۰ امریکایي سرتېرو او ۲۴۰۰۰۰ زره افغانانو ژوند واخیست او شاوخوا دوه ټریلیون ډالر هم ولګول شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: مونږ پدې شېبو ویاړو؛ ځکه، چې خپل هېواد مو له یوه ځواکمن او واکمن څخه خپلواک کړ.

د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي رویټرز ته څرګنده کړې؛ امریکا او ملګرو ته یې ډاډ ورکړ شوی، چې په افغانستان کې بشري مرستې روانې وساتي.

د امریکا دغه صادر شوي جواز د دغه هېواد حکومت او قرارداديانو ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ او افغانان د داعش له بریدونو او په افغانستان کې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو اندېښمن دي.

Trending

Exit mobile version