تازه خبرونه

له افغان سرحدي ځواکونو سره پاکستانیو ځواکونو نښته کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۳) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې دا جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې پاکستانيو پوځیانو د دیورند فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار کاوه.

بلال کریمي زیاته کړې: د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په اړوند سیمه کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو غوښتل، چې له پاکستانيو پوځیانو سره د خبرو لپاره دغه ځای ته نږدې شي؛ خو پاکستانيو سرحدي ځواکونو پرې ډزې وکړې، چې له کبله یې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې جګړه کې خپلو ځواکونو ته د اوښتو ځاني زیانونو د کره شمېر په اړه معلومات ورکړي ندي؛ خو زیاتوي: په ټولیزه توګه دا موضوع تر څېړنې لاندې ده او د دواړو لوریو مشرانو ته د ورته پېښو د مخنیوي لپاره خبر ورکړ شوی دی.

د پاکستان پوځ له پېښې څو ګړۍ وروسته څرګنده کړې، چې د دغه هېواد درې پوځیان د خیبر پښتونخوا ایالت په ځینو برخو او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې له ترهګرو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې ادعا کړې وه، چې دغه برید د افغانستان له خاورې د دغه ایالت په خرلاچي سیمه کې د دغه هېواد پر پوځي پوستو شوی دی.

د دوی په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا جګړه څو ګړۍ روانه وه او په کې ترهګرو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې، چې پوره شمیر یې روښانه شوی ندی.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ثناالله خان پر دغه برید توند غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تویت کړی؛ له اسلامي امارت یې غوښتي، چې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د پاکستان دا ادعا بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې اسلامي امارت به له افغانستان څخه هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

Trending

Exit mobile version