تازه خبرونه

له اقلیمي بدلونه افغانستان یو اغېزمن هېواد دی – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۳۹۹)

ولسمشر غني د اقلیم د بدلون په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د اقلیمي بدلون له کبله افغانستان یو له اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

ولسمشرغني د چا پېریال  ساتنې په نړیواله ناسته کې  د افغانستان د انرژۍ د تولید د ظرفیت په اړه معلو مات ورکړل۔ د ده په خبره د لته په هرو پېنځه کلونو کې وچکالي راځي او همدا راز د باران موسم په پسرلي کې دی، چې د خونړیو سیلابونو د راوتلو سبب ګرځي.

هغه زیاته کړې، چې د جګړو له کبله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او ناورین سبب ګرځېدلی شي.

هغه د دې تر څنګ دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان د شنه کېدو، د پراخې پاکې انرژۍ د تولید او شنه صنعت د رامنځته کېدو لوی فرصتونه هم لري.

افغان ولسمشر اشرف غني وایي: افغانستان د درې سوه زره میګاواټ برښنا د تولید وړتیا لري او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کار پوهانو ویلي؛ سره له دې، چې افغان حکومت په هېواد کې د انرژۍ په اړه پوره معلومات لري؛ خو په تېرو دوه لسیزو کې ونه توانیدل، چې په دې برخه  کې پانګونه تر سره کړي۔

د اقتصادي چارو کار پوه یاسین ستیز ویلي؛ مونږ بیخي د ۳۶ زره میګاواټ برښنا د تولید وړتیا لرو؛ خو دوی په دې اړه هیڅ پانګونه  نده کړې.

 ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې د برښنا او پاکې انرژۍ د پراخ ظرفیت له موجودیت خبره کوي، چې په تېرو شل کلونو کې د افغانستان د انرژۍ پر سرچینو هېڅ راز پانګونه نده شوې او همدا اوس ان د پلازمېنې اوسېدونکي هم په بشپړه توګه له برښنا برخمن ندي.

Trending

Exit mobile version