سیمه ییز خبرونه
له امريكايي چارواكو سره په امنيتي تړون كې به د افغانستان گټې روښانه او په ډاگه شي
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې كه امريكا د افغانستان ملي حاكميت ته احترام وكړي، له دغه هېواد سره په امنيتي تړون كې به د امريكا گټې په پام كې ونيول شي.
افغان ولسمشر حامد كرزي په ارگ كې د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) د امريكا د سنا د دفاعي چارو د جرگه گۍ له رئيس سره وكتل.
افغان ولسمشر دغه امريكا پلاوي ته په ډاگه كړې، چې امريكايي سرتېري بايد د افغانستان له كليو څخه بهر شي.
ولسمشر دغه امريكايي پلاوي ته دا څرگندونې په داسې حال كې كړي، چې ټاكل شوې نوموړى به د دوشنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۸ ) امريكا ته سفر وكړي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
د امنيتي تړون په هكله له امريكايي چارواكو سره په خبرو كې به د افغانستان گټې روښانه او په ډاگه كړي.
همدارنگه ولسمشر وويل، له امريكا سره د امنيتي توافقنامې په برخه كې به افغانان د امريكا گتې په پام كې ونيسي، په دې شرط، چې امريكا د افغانستان ملي حاكميت ته احترام وكړي.
په همدې وخت كې د ايران د ملي امنيت د شورا رئيس هم له افغان ولسمشر كرزي سره ليدلي دي.
ايراني پلاوي غوښتنه كړې، چې د افغانستان، ايران او هند تر منځ درې اړخيزې غونډې جوړې شي.
د چابهار له بندر څخه د افغانستان گټه اخيستنه بله هغه موضوع وه، چې ايراني پلاوي له ولسمشر كرزي سره پرې خبرې كړي دي.
د افغانستان د ولسي جرگې غړى حميد زى لالى په دې باور دى، چې ايراني پلاوي په دې شرايطو كې افغانستان ته ځكه سفر وكړ، چې له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون په اړوند خپله اندېښنه وښيي.
ويل كېږي افغان ولسمشر حامد كرزى به امريكا ته په خپل سفر كې هڅه وكړې، چې د افغانستان د سولې د بهير او په ځانگړې توگه په قطر كې د پيل شويو هڅو لپاره د امريكا ملاتړ خپل كړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
امريكا ته د افغان ولسمشر له سفر وروسته به په رسمي توگه له دوحې سره د قطر د دفتر په اړوند خبرې پيل كړي.
د بهرنيو چارو وزير څو ورځې مخكې ويلي وو، چې د قطر دفتر به هغه وخت پرانيستل شي، چې طالبان له افغان حكومت سره خبرو ته كښيني.