سیمه ییز خبرونه

له امريكا سره امنيتي تړون د ملي ګټو پر بنسټ لاسليك كېداى شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مسئولين وايي، چې افغانستان به له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې د بل هېڅ هېواد تر اغېزې لاندې را نه شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په داسې حال كې ايران ته په سفر تللى، چې د افغان او امريكايي چارواكو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبرې لانجمنې مرحلې ته ننوتې دي.

ايران له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون مخالف دى او وايي، چې دا تړون د افغانانو په ګټه نه دى.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي:

له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون د ملي ګټو پر بنسټ لاسليك كېداى شي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسى زي په وېنا له امريكا سره د امنيتي تړون له كبله به ګاونډيو هېوادونو ته هېڅ زيان متوجه نه شي.

د كابل پوهنتون استاد حميدالله فاروقي وايي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى له ايراني چارواكو سره په خبرو كې بايد د افغانستان ملي ګټو ته ارزښت وركړي او پر افغاني ګټو ټينګار وكړي.

نوموړی همدارنګه وايي، ايران ځكه له دغه تړون سره مخالفت كوي، چې په افغانستان كې جګړې دوام وكړي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د ايران د ولسمشر په رسمي بلنه د دواړو هېوادونو د اړيكو د لاټينګښت لپاره تللى دى.

تر اوسه دا نده څرګنده، چې افغان ولسمشر به له ايراني چارواكو سره د امنيتي تړون په باب له ايراني چارواكو سره خبرې وكړي او د هغوى غوښتنو ته به ځواب ووايي كه نه؟

Trending

Exit mobile version