سیمه ییز خبرونه

له امريكا سره به امنيتي هوكړه ليك په ډېر دقت لاسليك شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ(د وري۲۲) په ارگ كې د مشرانو جرگې له رييس او غړيو سره په ليدنه كې له امريكا سره د امنيتي هوكړه ليك پر لاسليك، د ټاكنو د تر سره كيدو پر څرنگوالي او د سولې د بهير پر دوام خبرې وكړې.

ويل كيږي، چې كابل او واشنگتن د دوه اړخيز امنيتي هوكړه ليك پر سر په جدي توگه خبرې اترې كوي. له ۲۰۱۴م كال وروسته امريكايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب وركړه، د افغانستان ملي حاكميت ته درناوى، د امريكايي اډو او امريكايي سرتېرو  د شمېر معلومول د بحث وړموضوعات بلل كيږي.

افغان ولسمشرحامد كرزي دغې ناستې ته په ډاگه كړه، چې:

د امنيتي هوكړه ليك په اړه افغان حكومت په ډېر دقت خبرې كوي. مونږ ور سره هوكړه لرو؛ خو روښانه ده، چې زمونږ د هېواد گټې بايد په كې په بشپړه توگه تثبيت شي.

ټاكنو ته له يوه كال څخه لږ وخت پاتې دى او د دې ټاكنو په اړه تل د بېلابېلو لوريو له خوا اندېښنې بيانيږي.

افغان وايي، چې:

په آرامه او ښه توگه د ټاكنو تر سره كېدل زمونږ د ټولو دنده ده او د هېواد د ثبات لپاره دا يو بل گام دى، ځكه د نظام دوام د ثبات  د دوام په معنا ده او د نظام نه دوام هېواد د بې ثباتي او بدمرغي لور ته بيايي.

له دې سره په يوه وخت د مشرانو جرگې غړيو له ولسمشر كرزي سره په ليدنه كې د بې پرې او خپلواك ټاكنيز بنسټ د جوړيدو غوښتنه وكړه.

دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر كرزي په روانه اوونۍ كې جهادي مشران، د سياسي گوندونو او مدني ټولنو استازي بللي ول او له هغوي سره يې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د نوي رييس پر ټاكلو خبرې كړې وې.

Trending

Exit mobile version