سیمه ییز خبرونه
له امريكا سره به د خونديتوب په شرط امنيتي تون لاسليك شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر حامد کرزى وايي:
له امريکا سره امنيتي تړون به په دې شرط لاسليک شي، چې په هېواد کې سوله تامين کړي او د هېواد اردو او اقتصاد تقويه کړای شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرباڼه كې په ډاگه كړې چې:
ښاغلي كرزي دغه څرگندونې پرون د لغمان ولايت له يو شمېر ديني عالمانو، مشرانو او مخورو سره د ارگ په کتنه کې کړې دي.
حامد کرزي هغوى ته په ډاگه کړې، چې:
افغانستان له ټولې نړۍ، په تېره بيا د امريکا له متحده ايالاتو سره ښې او نږدې اړيکې غواړي. ولسمشرۍ ماڼۍ همدا راز څرگنده كړې، چې حامد كرزي د امريكا له پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش سره پرون تيليفوني خبرې كړې دي.