سیمه ییز خبرونه

له امريكا سره به په ستراتيژيك تړون كې ملي گټې د لومړيتوب حق ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يو شمېر سياسي شنونكي ټينگار كوي، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيك تړون لاسليكولو په صورت كې بايد د افغانستان ملي گټې په پام كې ونيول شي.

د دوى په باور:

امريكا په هغه ډول، چې لازمه ده د افغانستان د ثبات په راوستو كې وړگامونه ندي پورته كړي او په دې هېواد كې يې مرستې هم بې ځايه لگول شوي دي.

دوى دغه راز وايي:

كه څه هم امريكا په افغانستان كې په ميلياردونو ډالر مرستې كړي، خو دغه مرستې گټورې نه شوې او افغانستان يې پر يو محتاج هېواد بدل كړ.

د بشري حقونو او چاپېريال ساتنې خپلواكې ادارې رييس عبدالرحمن هوتكي د محمود طرزي په فكري بنسټ كې څرگنده كړه:

امريكا تراوسه ۴۵۵ ميليارډ ډالر لگولي، خو د هوتكي په باور:

په هغو برخو كې، چې  ورته جدي اړتيا يې ده، لگول شوي نه دي.

دى په همدې حال كې له افغانستان سره د امريكا او د هغه د متحدينو نيت ته د شك په سترگه گوري او پدې باوردي، چې له افغانستان سره له دوه گوني سياست څخه كار اخلي.

په همدې حال كې د سياسي چارو شنونكى او حقوقپوه فاروق بشر وايي:

په افغانستان كې د يوه بهريني سرتېري لگښت يو ميليون ډالرو ته رسيږي. كه پدغه كچه لگښت پرافغان ځواكونو شوى واى، افغان امنيتي ځواكونه پرځان بسيا كيدى شول.

نوموړي دغه راز د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيك تړون د لاسليكولو په صورت كې د ملي گټو په خودي ساتلو ټينگاركوي او له افغان حكومت څخه غواړي، چې پدې حساس او برخليك جوړونكي پړاو كې جدي پاملرنه وكړي.

په همدې حال كې دوى وړانديز كوي، چې:

خونديتوب ترڅنگ د امنيت، ثبات، اقتصادي ودې، سياسي نظام پياوړتيا او امنيتي سكټورونو پرخپل ځان بسياينې په برخه كې جدي پاملرنه وشي.له امريكا سره د ستراتيژيك تړون د لاسليكولو پرمهال بايد د افغانستان د ملي گټو د

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version