سیمه ییز خبرونه
له امريكا سره د امنيتي تړون نه لاسليك به بحران را منځته كړي
د افغانستان يو شمېر اوسيدونكي وايي، چې د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون نه لاسليك او له هېواد څخه په بشپړه توگه د بهرنيو سرتېرو وتل به بحران را منځته كړي.
دوى وايي، چې افغانستان له امنيتي او اقتصادي پلوه پخپلو پښو نه دى ولاړ او د دغه تړون نه لاسليك به د دولت وسلوال مخالفين پياوړي كړي.
دا څرگندونې له هغې وروسته كيږي، چې په افغانستان كې د ناتو عمومي قوماندان ويلي كه، د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون پخپل وخت لاسليك نه شي؛ نو ناتو به د خپلو سرتېرو ايستل پيل كړي.
ځيني كابل ښاريان په دې باور دي، چې كه په دوه زره څوارلسم ميلادي كال كې نړيوال سرتېري له افغانستان څخه ووځي او د كابل او واشنگتن امنيتي تړون لاسليك نه شي، افغانستان به د اويايمې لسيزې حالاتو ته ستون شي.
په مزار شريف او غزني كې هم د خلكو اندېښنې سره ورته دي.
د دغو ولايتونو ځايي اوسيدونكي هم وايي، چې له امريكا سره ملگرتيا يوه چانس دى بايد له لاسه ورنكړ شي.
د ننگرهار اوسيدونكي وايي، كه نړيوال سرتېري ووځي د سولې فضا به گډه وډه شي.
په هلمند كې بيا ځيني كسان وايي، چې كه امنيتي تړون لاسليك نه شي، افغانستان به له نړۍ گوښه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا سفير بارك اوباما ته په يوه پيغام كې روښانه كړې، چې افغان ولسمشر به تر ټاكنو مخكې امنيتي تړون لاسليك نه كړي.