سیمه ییز خبرونه
له امريكا سره د امنيتي همكاريو د تړون لاسليكول د افغانستان د نن او سبا لپاره مهم ګام دی
ولسمشر حامد كرزى وايي، له امريكا سره به هغه مهال د امنيتي همكاريو سند لاسليك شي، چې د دې سند په تړاو د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب وركړل شي.
نوموړي په كابل كې د ځوانانو په يوې لويې جوړه شوې غونډه كې د خبرو پر مهال وويل، د امنيتي تړون لاسليكول د افغانستان د نن او سبا برخليك ټاكي، نو ځكه په كار ده، چې پرې اوږدې او مسئولانه خبرې او كار وشي.
په كابل كې د ځوانانو او ملي مسائلو تر سرليك لاندې دې غونډې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو استازي راغلي و.
ولسمشر كرزي دې غونډې كې د خبرو پر مهال له امريكا سره د افغانستان د امنيتي همكاريو د تړون لاسليكول د افغانستان د نن او سبا لپاره مهم ګام وباله.
هغه وويل، افغان لورى او په خپله دې مسئلې سره په دقت چلند كوي او د دې امنيتي تړون د لاسليك پر وړاندې د افغان وړاندې شرطونه امنيت، سراسري سوله، د افغان ځواكونو تجهیز، د افغانستان د اقتصاد او نظام غښتليتا او د افغانستان ملي حاكميت ته درناوى دي.
ولسمشر همدارنګه زیاته کړه، افغان چارواكي پر دې سند باندې په ډېر دقت سره كار كوي او په دې برخه كې هېڅ بېړه نه لري.
ولسمشر ووېل كه دا تړون د ده په كاري دوره كې لاسليك نه شو، نوي حكومت ته به دا مسئله وسپاري.
خو نوموړي وويل، په دې اړه به وروستۍ پرېكړه د افغانستان ملت كوي.
ولسمشر په هېواد كې سياسي لېږد مهمه پروسه وبلله او يو ځل بيا يي د راتلونكو ټاكنو پر تر سره كولو باندې پر خپلې ارادې ټينګار وكړ.
هغه وويل، په ټول توان سره به سالمو، رڼو او عادلانه ټاكنو ته زمينه برابره كړي.
ښاغلي كرزي طالب مشران د خلكو له وژنو او ورانيو څخه لاس اخيستو ته را وبلل. هغه يو ځل بيا طالب مشران تورن كړل، چې په افغانستان كې د پرديو اهداف او پاليسي تطبيقوي.
په دې غونډه كې د ځوانانو استازو هم خبرې وكړې، او هغو ستونزو او ننګونو ته يي اشاره وكړه، چې افغان ځوانان ور سره لاس او ګرېوان دي.
د غونډې په پاى كې ولسمشر د ځينو برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وركړل.