سیمه ییز خبرونه

له امريكا سره د امنیتي تړون په لاسليك كې بېړه او ضرب الاجل د اهميت وړ نه دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وايي، چې افغان حكومت په داسې وضعيت كې نه دى، چې د لويې جرګې له جوړولو پرته له امريكا سره امنیتي تړون لاسليك كړي. د ولسمشر په وېنا كه لويه جرګه جوړه شي، نه به ملي شورا څه له لاسه وركړي او نه هم سياستوال.

له دودیزې لويې جرګې سره د سياستوالو او ملي شورا د يو شمېر غړو له جدي مخالفت سره سره افغان ولسمشر ټينګار كوي، چې افغان حكومت به له امريكا سره د امنيتي تړون لپاره لويه جرګه را بولي.

د هغه په وېنا په لويه جرګه كې به له ناټو سره هم د امنيتي تړون پر سر سلا مشورې وشي.

ويل كېږي ناټو هم غواړي له دوه زره څوارلسم كال وروسته د يوه تړون له مخې په افغانستان كې پاتې شي.

امريكا پر افغانستان فشار راوړي، چې هر څومره ژر دا تړون لاسليك كړي.

امريكايي چارواكو د دغه تړون د لاسليك لپاره را روانه اكتوبر مياشت د ضرب الاجل په توګه وټاكله، خو افغان حكومت وايي، چې د دغه سند په لاسليك كې بېړه او ضرب الاجل ورته د اهميت وړ نه دى.

په داسې حال كې، چې د افغانستان د را روانو ولسمشريزو ټاكنو مسئله هم توده، ده، افغان ولسمشر حامد كرزى ډاډ وركوي، چې حكومت به په دغو ټاكنو کې بې پرې وي.

ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ وكړ، چې وسلې كېږدي او د رايو كارتونه واخلي او د ټاكنو له لارې خپل قووت وښيي.

ده هيله وښوده، چې دا ځل به د ولسمشريزو ټاكنو كانديدان د ګوتو په شمېر وي.  د هغه په وېنا ښه به دا وي، چې دوه يا څلور كانديدان د ټاكنو سياليو ته را ووځي.

ولسمشريزو ټاكنو ته د د كانديدانو د نوم ليكنې له رانږدي كېدو سره سياسي ډلو هڅې پېل كړي، چې پر واحد كانديد سره سلاشي.

Trending

Exit mobile version