تازه خبرونه

له امریکا وروسته بریتانیا هم خپل سرتېري په افغانستان کې کموي

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱, ۱۳۹۹

د بریټانیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د امریکايي ځواکونو له کمولو وروسته به بریتانیا هم خپل یو شمېر سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د بریټانیا دفاع وزیر، بن والاس، ویلي: « زه انتظار کوم که هغوی (امریکا) خپل ځیني سرتیري وباسي، موږ هم د خپلو سرتیري شمیر کموو.»

د بریټاینا دفاع وزیر زیاته کړې چې اوسمهال امریکایي او بریټانوي ځواکونه په بشپړ ډول افغانستان څخه نه ووځي.

خو د بریټانیا دفاع وزارت همداراز ویلي چې بیا هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزرات اعلان وکړ چې د دې هېواد جمهور رییس ډونالډ ټرمپ غواړي تر راتلونکې جنوري میاشتې پورې  په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو شمیر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د امریکا دفاع سرپرست وزیر، کریستوفر میلر، اعلان وکړ چې د راتلونکې جنورې میاشتې تر  ۱۵ نیټې پورې به افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ تنو ته راکم شي.

نوموړې همداراز وویل چې له افغانستان او عراق څخه د امریکایي ځواکونو د کمولو امر صادر شوی دی.

Trending

Exit mobile version