تازه خبرونه

له امریکا څخه ښې اړیکې او د بندیزونو لرې کول غواړو – مولوي متقي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له امریکا غوښتي، چې پر اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه لرې کړي، چې میلیونونو بېوزله افغانانو ته د نړۍ مرستې راورسیږي.

مولوي متقي اسوشېټېډ پریس ته زیاته کړې، چې د اسلامي امارت حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او له امريکا سره هم کومه ستونزه نلري.

هغه له واشنګټن او نورو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د روان کال د زمري پر ۲۴ او د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان له ۱۰ میلیارډ ډالرو پر ډېرو بانکي زیرمو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

نوموړي ویلي: پر افغانستان لګېدلي بنديزونه به هیچاته ګټه ونلري.

هغه زیاته کړې: د افغانستان بې ثباته کول یا د افغانستان کمزوری حکومت لرل د هیچا په ګټه ندی.

متقي بشپړ ټینګار کړی، چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

مولوي متقي وایي: تاسې (امریکا) یو لوی او ډاډمن ملت یاست؛ تاسې باید پوره زغم او لوی زړه ولرئ، د افغانستان په اړه د نړیوالو اصولو پر بنسټ د نوې پالیسۍ د جوړولو هڅه وکړئ او نه یوازې اختلافات پای ته ورسوئ، بلکې رامنځته شوی واټن لنډ او زړه راکښونکی غوراوی خپل کړئ، چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولرو.

مولوي متقي ټینګار کړې، چې طالبان د تېر حکومت پر پرتله بدل شوي؛ په اداري او سیاسي چارو کې یې له ملت او نړۍ سره په تعامل کې پوره پرمختګ کړی دی. مونږ به د هرې ورځې له تېرېدو سره نورې ډېرې تجربې ترلاسه او ډېر پرمختګ وکړو.

هغه دا هیله په ډاګه کړې، چې د وخت پر تېرېدو به امریکا ورو ورو د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي؛ ځکه دوی ویني، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې پر پښو ولاړ هېواد هم د دوی په ګټه دی.

Trending

Exit mobile version