سیمه ییز خبرونه
له امنيتي سند پرته امريكا نه شي كولاى مخ پر وړاندې حركت وكړي
د امريكا د دفاع وزير وايي، د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون ډير مهم دى او د ده په خبره امريكا له دې هوكړه ليك پرته مخ پر وړاندې حركت نه شي كولاى.
بيا هم د امريكا بې صبري د كابل او واشنګټن د امنيتي هوكړه ليك په باب، د امريكا دفاع وزير چك هيګل دا تړون ډېر مهم بولي.
نوموړی وايي، له امنيتي سند پرته امريكا نه شي كولاى مخ پر وړاندې حركت وكړي.
د امريكا دفاع وزير چك هيګل همدارنګه زیاتوي، زه هيله من يم، چې د اكتوبر مياشتې تر پايه دا هوكړه ليك ولرو، په دې خاطر، چې مونږ پرته له دې حركت نه شو كولاى.
چك هيګل امريكايي ځواكونو ته، چې په سويلي كوريا كې په يوه پوځي تمرين كې و، د خبرو پر مهال وويل، دا هوكړه ليك د امريكا لپاره ډېر مهم دى او له افغان دولت سره پرې كار روان دى.
هغه همدارنګه وایی، مونږ له ولسمشر كرزي او د هغه له حكومت سره د دې هوكړه ليك د بشپړېدو او لاسليك پر سر كار كوو. كله، چې مونږ دا كار پاى ته ورساوه كولاى شو مخ پر وړاندې حركت وكړو. دا زيات ارزښت لري.
په همدې حال كې افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، دوی د دې امنيتي سند په باب هېڅ بېړه نه لري، كله چې د افغانستان ګټې تعريف شوې، دا سند به لاسليك شي.
مخكې له دې د امريكا د دفاع وزير مرستيال ويلي و، كه دا هوكړه ليك ژر لاسليك نه شي، يو ناورين به وي.