سیمه ییز خبرونه

له امنيت پرته د ټاكنو شفافيت د پوښتنو لاندې دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د رايې وركولو د مركزونو ليست، چې وړاندې يې د امنيت د ټينګولو په موخه د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا تر لاسه كړى وو، په روانې اوونۍ کې یې بېرته دغه كميسيون ته سپاري.

د ۱۳۹۳ كال د ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو د ټاكنو امنيت د دغو ټاكنو په شفافيت باندې مثبته اغېزه لري، له دې وړاندې امنيتي بنسټونو ويلي وو، چې د ۶۸۴۵ مركزونو څخه  ۱۱۳۵ مركزونه له جدي امنيتي ګواښونو ، ۱۰۴۷ يې له منځني امنيتي ګواښونو او ۹۴۵ يې له ټيټو امنيتي ګواښونو سره مخ دي، خو د كورنيو چارو وزارت ویاند صديق صدیقي وايي:

دغه شمېرې بدلې شوې او د رايې وركولو د ډېرو مركزونو امنيت ټينګ شوى دى.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د څو مياشتو څېړنو او ارزونو وروسته د هغو مركزونو نوملړ، چې دوى يې د امنيت د ټينګولو توان لري په روانه اوونۍ كې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته ورلېږي.

د كورنيو چارو وزارت وياند همدارنګه وايي، تر اوسه هم د هېواد پر څلورو ولسواليو ولكه نه لري خو هڅه كوي تر څو د ټاكنو تر پېل پورې پر دغو ولسواليو هم كنټرول پېدا كړي.

بل خوا د ټاكنو د خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور بيا د دغه نوملړ په رښتينولى ټينګار كوي او وايي، چې له امنيت پرته د ټاكنو شفافيت له پوښتنو لاندې دى.

په همدې حال كې د افغانستان د شفافو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا تيفا رئيس محمد نعيم ایوب زاده وايي:

اوس هم د هېواد په ختيځو ولايتونو كې لوړ امنيتي ګواښونه شتون لري، او كه د رايې وركولو د مركزونو امنيت ټينګ نه شي نو، په ټاكنو كې د خلكو پر ګډون او د دغه بهير په څارنه به منفي اغېز وكړي.

د افغانستان راتلونكې ټاكنې، چې د دغه هېواد څخه د بهرنيو سرتېرو د وتلو پر مهال به تر سره شي د افغانستان لپاره برخليك ټاكونكې شمېرل شوې دي.

په دغو ټاكنو كې به يوازې كورني امنيتي سرتېري د رايې وركولو د مركزنو د امنيت ساتلو مسئوليت په غاړه ولري.

Trending

Exit mobile version