تازه خبرونه

له امنیتي ارګانونو سره د خلکو همکاري زیاته شوې ـ سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ويلي، له امنیتي ارګانونو سره د خلکو همکاري زیاته شوې او له همدې کبله یادې ادارې د ډاډ وړ لاسته راوړنې لري.

سراج الدین حقاني دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې سراج الدین حقاني او د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د نورو برخو ترڅنګ په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت د نظام هڅې د پام وړ یادې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي له هلو ځلو درناوی کړی او څرګندوي، چې د ولسونو او اسلامي امارت ګډه همکاري او همغږي به د سترو بېخبنایي پروژو د پلي کولو او د هېوادوالو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

نوموړي د هېواد چارواکو او امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

Trending

Exit mobile version