نړۍ

له اوکراین سره د سولې د خبرو یوه برخه پر روسیې د بندیزونو لرې کول دي – لاوروف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۱)

رویټرز راپور ورکړ، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ پر روسیې د لګول شویو بندیزونو لرې کول د مسکو او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو یوه برخه ده.

کیف د جمعې پر ورځ د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي او وایي، چې دا یرغل اوس درې میاشتنی شوی او دمګړۍ د سقوط له خطر سره مخ دي.

لاوروف د چین رسمي خبري آژانس ژینهوا ته په خبرو کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوبپاڼه کې خپور شوی؛ ویلي: اوسمهال د روسیې او اوکراین پلاوي واقعیاً هره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د یوه شوني تړون د مسودې په اړه بحث کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فبرورۍ پر ۲۴ د روسیې یرغل ته په نغوته کې ټینګار کړی، چې پر روسیې د لویدیځ بندیزونه باید پیاوړي شي او د خبرو اترو برخه نشي کېدی.

اوکراین او روسیې د مارچ له ۲۹ راپدیخوا د سولې مخامخ خبرې ندي کړي او فضا د اوکراین د تورونو له کبله خړپړ شوي، چې روسي پوځیانو د کیف له سیمو څخه د وتلو پر مهال ظلمونه کړي دي؛ خو دا ادعا مسکو رد کړې او خپل برید ځانګړی بولي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مسکو په اوکراین کې خپل اقدامات د خپل ګاونډ د بې وسلې کولو او نازیزم د له منځه وړلو لپاره “ځانګړي عملیات” بولي؛ خو اوکراين او لویديځ وايي، چې روسيې د تېري په نامه جګړه پيل کړې ده.

لاوروف د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د خبرو اترو په اجنډا کې د نورو تر څنګ د تخریب مسلې، د نویو جیو پولیټیکل واقعیتونو پېژندل، د بندیزونو لرې کول، د روسیې د ژبې دریځ شامل دي.

لاوروف ویلي: مونږ د خبرو اترو د دوام هیله من یوو، که څه هم دا خبرې ستونزمنې دي.

د اوکراین لویدیځو متحدینو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي. دوی د روسیې د دولتي سرو زرو او بهرنیو اسعارو شاوخوا نیمایي زیرمې کنګل کړي او نه یوازې د روسیې اقتصاد یې زیانمن کړی، بلکې د خپلواکۍ د زیانمنولو تر څنډې یې رسولې ده.

Trending

Exit mobile version