نړۍ
له اوکراین سره د سولې مستقیمو خبرو اترو ته چمتو یم – ولادمیر پوتین
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ د جګړې له لومړیو ورځو راپدېخوا د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو اترو وړاندیز وکړ او د هغه اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي ویلي؛ کیف لیواله دی، چې پر ملکي اهدافو د بریدونو د بندولو په اړه بحث وکړي.
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.
پوتین د روسیې د دولتي ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې د سپېڅلي اختر لپاره له اوربند وروسته جګړه بیا پیل شوه، چې هغه د شنبې پر ورځ په یو اړخیزه توګه اعلان کړ. هغه وویل مسکو د سولې هر راز نوښت مني او له کیف څخه ورته تمه لري.
پوتین د دولتي ټلویزیون خبریال پاول زروبین ته ویلي: ” مونږ تل د دې په اړه خبرې کړې، چې د سولې هر راز نوښتونو ته به مثبت چلند ولرو. هیله لرو، چې د کیف رژیم استازي به ورته احساس وکړي.”
د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف، چې وروسته د انټرفیکس له خبري سرچینې لخوا نقل شو خبریالانو ته وویل: “کله، چې ولسمشر ویلي؛ دا ممکنه ده، چې پر ملکي اهدافو د نه برید کولو په اړه به بحث وشي او له اوکرایني لوري سره یې خبرې اترې او بحثونه په پام کې درلودل.”
رویټرز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې د فبرورۍ له برید وروسته د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ندي شوي.
زیلینسکي په خپله شپنۍ ویډیويي وینا کې ویلي، چې اوکراین د ملکي اهدافو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو لپاره له خپل وړاندیز ملاتړ کوي او د ترلاسه کولو لپاره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي. مخکې له دې امریکا او اوکراین دا د ۳۰ ورځني اوربند په توګه طرحه کړې وه.
هغه ویلي: “اوکراین خپل وړاندیز ته ژمن دی، چې لږ تر لږه پر ملکي اهدافو برید ونکړي او له مسکو څخه هم د روښانه ځواب تمه لرو.مونږ یې د ترلاسه کولو په اړه د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو.”
هغه وایي، چې د لندن خبرې اترې “بنسټیزه دنده لري: د غیر مشروط اوربند لپاره فشار راوړل. دا باید د پیل ټکی وي.”
زیلینسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې یو غیر مشروط اوربند به “د رښتینې او تلپاتې سولې له رامنځته کیدو وروسته” وي.
واشنګټن ویلي، چې دوی به د وروستۍ اوونۍ له اوربند غځولو هرکلی وکړي.
زیلینسکي ویلي، چې د سپیڅلي اختر اوربند پرمهال د روسیې دوامداره بریدونه ښیي، چې مسکو د جګړې د اوږدولو اراده لري.
زیلینسکي دا هم ویلي، چې د اوکراین ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د روسیې د پوځ د کړنو عکس العمل ته دوام ورکړي.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د اوکراین د اقداماتو ماهیت به متوازي پاتې شي؛ اوربند به له اوربند سره مخ شي او د روسیې بریدونه به له بریدونو سره مخ شي. اقدامات تل د کلمو پر پرتله لوړ غږ کوي”.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دواړو د جمعې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن کولی شي د څو ورځو په اوږدو کې له پرمختګ پرته د سولې خبرې ودروي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ یوه ډېره خوشبینانه یادونه وکړه، چې “هیله ده” دواړه خواوې به “په روانه اوونۍ کې” یوه معامله وکړي.
د روسیې غوښتنه اوکراین ټولې هغه ځمکې دي، چې پوتین یې د نیولو ادعا لري؛ رانغاړي او اوکراین باید دایمي بې طرفي ومني.
اوکراین وايي، چې دا به د تسلیمیدو معنا ولري او که مسکو بیا برید وکړي؛ نو بې دفاع به پاتې وي.
د پیسکوف د څرګندونو له مخې: “ولسمشر پوتین او روسیه د سولهییز حل په لټه کې دي. مونږ له امریکایي اړخ سره کار ته دوام ورکوو او البته هیله من یوو، چې دا کار به پایلې ولري”.
نړۍ
ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړهراکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درېورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلافلرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بمغورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.
دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.
د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.
بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لیفینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.
شي جینپینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.
تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.
د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.
شي جینپینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لیفینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.
تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.
دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د شي جینپینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.
نړۍ
یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سېشنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونهرسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».
ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»
د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.
ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونهرسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درېساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نهده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمهکره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.
هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.
نړۍ
د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ایبيسي، سيبياس، سيانان، فاکس او انبيسي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.
د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.
ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.
په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.
ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
